لوګر-- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د نومبر۲۱ مه/ راپور ورکړ، چې افغان ځواکونو د اورپکو د یوه مهم قوماندان په شمول ۸ تنه طالب جنګیالي په لوګر ولایت کې ووژل.
د ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دغه پوځي عملیات د بره کي برک ولسوالۍ او وردک تنګي تر منځ یوه سیمه کې ترسره شول.
په مړو کې د طالبانو یو قوماندان اغاګل هم شامل دی. مقاماتو هغه د طالبانو د یوه مهم قوماندان په توګه، چې په سیمه کې یې فعالیت کاوه، په ګوته کړی دی.
طالبانو په دې هکله هېڅ تبصره نه ده کړې.