د میدان وردک د ولایتي شورا ۳ مهم پستونه ښځو وګټل

سلام ټایمز

میدان وردک -- پژواک خبري اژانس د چارشنبې په ورځ /د نومبر ۲۲ مه/ راپور ورکړ، چې د میدان وردک ولایتي شورا د خپلو لوړو اداري موقفونو لپاره ښځې انتخاب کړې.‌

۱۵ کسیزې ولایتي شورا د شنبې په ورځ /د نومبر ۱۸ مه/ درې ښځینه غړې د یادې ادارې د رییسې، مرستیالې او سکرټرې په توګه وټاکلې.

حلیمه عسکري له ۱۳ حاضرو غړو څخه د ۹ رایو په ګټلو رییسه وټاکل شوه.‌ سیلۍ وردک د ۸ رایو په ګټلو مرستیاله شوه.

هاجره میرزایي د سیال په نه موجودیت کې سکرټره وټاکل شوه.

د محلي اورګانونو د خپلواکې ادارې په وینا، سږ کال د هېواد په بېلابېلو برخو کې په ولایتي شوراګانو کې د رهبرۍ ۳۷٪ موقفونه ښځو ترلاسه کړل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500