ننګرهار -- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ /د نومبر ۲۷ مه/ د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې طالب یاغیانو په ننګرهار ولایت کې د خپلو مشرانو له ډلې څخه یو تن د داعش ترورستي ګروپ سره د اړیکو لرلو په تور اعدام کړ.
د ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دغه وژنه په شېرزاد ولسوالۍ کې پېښه شوه.
د ځایي چارواکو په وینا، د طالبانو مشر مولوي شکور نومېده.
اورپکو ډلو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.