ننګرهار-- پژواک خبري اژانس د سې شنبې په ورځ /د نومبر ۲۸ مه/ د ولایتي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې طالب اورپکو په ننګرهار ولایت کې د یوه جومات امام وژلی دی.
دغه وژنه د دوشنبې په ورځ /د نومبر ۲۷ مه/ په خوګیاڼو ولسوالۍ کې پېښه شوه.
د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، قاري جمیل د ماخستن د لمانځه پر وخت په جومات کې دننه د ټوپک په ډزو ووژل شو.
طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.