ننګرهار -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د نومبر ۲۹ مه/ راپور ورکړ، چې طالب اورپکو په دغه ګروپ کې د ترینګلتیاو د زیاتېدلو په ترڅ کې په ننګرهار ولایت خپل یو بل مشر هم اعدام کړ.
د ولایت د رسنیو دفتر وویل، چې د طالبانو یو مشر، چې محمدالله نومېده، د شېرزادو ولسوالۍ په مرکيخېلو سیمه کې د خپلو ملګرو له خوا ووژل شو.
د روانې اونۍ په لومړیو کېطالب جنګیالیو خپل یو مشر، چې له داعش سره د اړیکو لرلو تور پرې لګېدلی وو،په شېرزاد ولسوالۍ کې وواژه.