افغان حکومت به د ځانګړو ځواکونو شمېر دوه برابره او د هوایي ځواک درې برابره کړي

سلام ټایمز

کابل -- افغان حکومت پلان لري چې د خپلو ځانګړو ځواکونو شمېر دوه برابره او د هوایي ځواک درې برابره زیات کړي.‌

د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د جمعې په ورځ /د ډسمبر ۱/ د اسیا زړه کانفرانس کې د خبرو کولو پر وخت، ولسمشر اشرف غني د افغان ځانګړو ځواکونو لاسته راوړنې وستایلې.

د خامه پرېس د راپور په اساس، هغه وویل، «مونږ افغانان جنګ پخپله پرمخ بیایو او مونږ پرمختګ کړی دی. زمونږ ځانګړي ځواکونه - ځانګړې قطعه او کمانډوز - هېڅکله هم جنګ نه دی بایللی. هغوی په سیمه کې په غوره ځانګړو ځواکونو باندې بدل شوي دي،»

هغه د مهالوېش له روښانولو څخه پرته وویل، «زه د خپلو ځانګړو امنیتي ځواکونو شمېر دوه برابره او د هوایي ځواک شمېر درې برابره ډېروم چې ترهګرو ته ماتې ورکړي او خلک لا نور په امن کړي،»‌

دا پرمختګ وروسته له هغه رامنځته کیږي چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ځواکونو قوماندان امریکایي جنرال جان نېکلسن د پنجشنبې په ورځ /د نومبر ۳۰ مه/ په کابل کې وویل چې افغان ځانګړو ځواکونو د جګړې په ډګر کې خپلو دښمنانو ته ماته ورکړې ده.

د طلوع نیوز د راپور په اساس،‌ نېکلسن وویل، «د دې فشار له امله، طالبان نشي کولی چې جګړه وګټي. هغوی ته دا لارې پاتې دي چې یا به روغه جوړه کوي او بې طرفه به پاتې کېږي، یا به مړه کیږي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500