هلمند -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د ډسمبر ۵ مه/ د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو د دوه جیګپوړو قوماندانانو په شمول ۹ تنه اورپکي وژلي دي.
د ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د داود الفت په نامه د طالبانو یو خیالي ولسوال او ورسره مل څلور نور یاغیان په یوه هوایي برید کې هغه وخت ووژل شول چې د ګرېشک - موسی کلا په لویه لاره یې سفر کاوه.
ځایي چارواکو وویل، چې په یوه جلا هوایي برید کې په موسی کلا ولسوالۍ کې د حقمل په نامه د طالبانو د یوه جیګپوړي مشر په شمول څلور تنه طالب یاغیان ووژل شول.
دا خبرونه وروسته له هغه راځي چې د افغان ځواکونو یوه هوایي بریدد روانې اونۍ په لومړیو کې په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو د ځانګړیو ځواکونو «سور ګروپ» قوماندان وواژه.