کابل -- طلوع نیوز د سې شنبې په ورځ /د ډسمبر ۵ مه/ د افغانستان د ملي امنیت د ریاست له قوله راپور ورکړ، چې افغان او ایتلافي ځواکونو په زابل، غزني او پکتیا ولایتونو کې د یوه جیګپوړي مشر په شمول د القاعدې خواوشا ۸۰ تنه جنګیالي ووژل.
د دغو عملیاتو دقیقه نېټه نه ده ښودل شوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په وژل شویو کې عمر خطاب، چې د هند براعظمګي کې له عاصم عمر څخه وروسته د القاعدې دویم جیګپوړی مشر وو، هم وژل شوی دی.
د طالبانو د ډلې یو شمېر غړي ووژل شول. د خبرپاڼې په وینا، د القاعدې ترهګرو «طالبانو ته د هغوی د شپنیو عملیاتو د ترسره کولو لپاره د درنو وسلو لکه راکټونو، هاوانونو او روزنې په برخو کې مشورې ورکولې،»