امنیتي ځواکونو په سمنګانو کې دوه ترهګریز بریدونه شنډ کړل

سلام ټایمز

سمنګان -- پژواک خبري اژانس د سې شنبې په ورځ /د ډسمبر ۵ مه/ راپور ورکړ، چې د ملي امنیت د ریاست فعالانو په سمنګان ولایت کې دوه احتمالي ترهګریز بریدونه شنډ کړل.

د سمنګانو د والي ویاند محمد صدیق عزیزي وویل، چې د ملي امنیت د ریاست فعالانو یو موټر، چې په چاودېدونکو سمبال وو او طالبانو غوښتل چې ویې کاروي، په دره صوف ولسوالۍ کې ونیو.

له دې جلا، عسکرو په ایبک ښار کې دوه ځمکني ماینونه شنډ کړل.‌

عزیزي وویل، چې د دغو پېښو په تړاو دوه مشکوک کسان ونیول شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500