ننګرهار -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د ډسمبر ۶ مه/ راپور ورکړ، چې په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې د داعش لږ تر لږه ۲۵ غړي ووژل شول.
افغان ملي اردو وویل، چې دغه هوایي بریدونه د سې شنبې په ورځ /د ډسمبر ۵ مه/ په اچین ولسوالۍ کې ترسره شول.
چارواکو وویل چې د هېڅ ملکي تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.