کابل -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د ډسمبر ۶ مه/ راپور ورکړ، چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ځواکونو قوماندان امریکایي جنرال جان نېکلسن وروسته له هغه د افغان ځانګړیو ځواکونو وړتیاوې ستایلي چې هغوی د القاعدې جیګپوړی مشر وواژه.
نېکلسن وویل، «دا د نه ماتېدونکیو افغان ځانګړیو ځواکونو د ظرفیت او زمونږ له افغان شریکانو سره د څنګ په څنګ کار کولو د بریالیتوب یو بل مثال دی،»
هغه وویل، «دا عملیات د افغان ځواکونو د حقیقي ودې، چې هغوی د تېر کال په ترڅ کې ترلاسه کړې، یو ثبوت دی،»
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې وویل، عمر خطاب، چې د هند براعظمګي کې له عاصم عمر څخه وروسته د القاعدې دویم جیګپوړی مشر وو، له ۸۰ نورو ترهګرو سره یوځای په غزني، زابل او پکتیا ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.د دغو عملیاتو د نېټې په هکله معلومات نه دي ورکول شوي.