امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې د طالبانو د محبسونو مشر وواژه

سلام ټایمز

ننګرهار -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د ډسمبر ۷ مه/ راپور ورکړ، چې افغان ځانګړیو ځواکونو د طالبانو یو جیګپوړی مشر، چې په ننګرهار ولایت کې د دغې ډلې د محبسونو مسؤل وو، وژلی دی.

د ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، نبي، چې په غورځنګ هم مشهور وو، له ۱۳ نورو اورپکو سره یوځای د چارشنبې په ورځ /د ډسمبر ۶ مه/ په حصارک ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتو کې ووژل شو.‌

په خبرپاڼه کې راغلي، په وژل شویو کسانو کې د دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو خیالي ولسوال عبدالحسن او د یادې ولسوالۍ لپاره د دغې ډلې خیالي د پوهنې مدیر یارمحمد هم شامل دي.‌

خبرپاڼه زیاتوي، عسکرو هغه وداني، چې اورپکو د ګمرک د ادارې په توګه ترې کار اخیست، ویجاړه کړه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500