افغان کمانډوځواکونو په کندوز کې لږ تر لږه ۲۰ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کندوز-- طلوع نیوز د جمعې په ورځ /د ډسمبر ۸ مه/ راپور ورکړ، چې د افغان ملي اردو کمانډو ځواکونو په کندوز ولایت کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۰ تنه طالب اورپکي ووژل او ۱۲ تنه نور یې ټپیان کړل.

د کمانډو ځواکونو یوه ویاند جاوېد سلیم وویل، چې دغه عملیات د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په امام صیب ولسوالۍ کې ترسره شول.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500