امنیتي ځواکونو په میدان وردک کې د طالبانو روغتیایي مرکز وموند

سلام ټایمز

میدان وردک -- خامه پرېس د جمعې په ورځ /د ډسمبر ۸ مه/ راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو د میدان وردک په مرکزي ولایت کې د طالبانو له خوا کارېدونکی د روغتیایي درملنې یو لوی مرکز موندلی دی.

د میدان وردک امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دغه مرکز د پنجشنبې په ورځ /د ډسمبر ۷ مه/ په سیداباد ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وموندل شو.

د یو شمېر قوماندانانو په ګډون ګڼ شمېر یاغیان د دغو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول. چارواکو وویل، چې امنیتي ځواکونو همدارنګه وسلې او مهمات هم ونیول.

دغه مرکز د پکتیا او غزني ولایتونو په شمول یو شمېر سیمو څخه، چې هلته جګړه فعاله ده، د راوړل شویو طالب اورپکو د تداوۍ لپاره کارول کېده.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500