امنیتي ځواکونو او ایتلاف په ننګرهار کې د داعش ۱۲ غړي ووژل

سلام ټایمز

ننګرهار -- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۱ مه/ راپور ورکړ چې د افغان امنیتي ځواکونو عملیاتو او د ایتلاف یوه هوایي برید په ننګرهار ولایت کې د داعش لږ تر لږه ۱۲ تنه جنګیالي ووژل.

د ننګرهار ولایت د رسنیو ادارې په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې امنیتي ځواکونو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې عملیات پیل کړل چې په جنګ واوښتل او د جنګ په ترڅ کې د داعش ۹ تنه غړي ووژل شول.‌

په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونو له اورپکو څخه پنځه کلي پاک کړل او په ترڅ کې یې وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي ونیول.‌

د ولایت امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې له دې جلا د ایتلاف یوه هوایي برید د شنبې په ورځ /د ډسمبر ۹ مه/ په هسکه مېنه ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۳ تنه داعشي اورپکي ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500