ننګرهار -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۳ مه/ راپور ورکړ چې افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو ځایي مشر ونیو.
د ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د طالبانو مشر حنیف الله نومېږي چې په پراق مشهور دی او په مومند دره ولسوالۍ کې نیول شوی دی.
له دې جلا، افغان امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۲ مه/ په ننګرهار ولایت کې د لټون د عملیاتو په ترڅ کې یو غټ شمېر وسلې ضبط کړې.
د ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې امنیتي منسوبینو په بېسودو ولسوالۍ کې په یوه ټرېلر موټر کې ۱۵۲ میله وسلې او ۳۵۳۲۵ مرمۍ مهمات ونیول.
د خبرپاڼې په وینا، د دغو وسلو په تړاو هیڅوک نه دی نیول شوی، خو لټون روان دی.