واشنګټن -- د متحده ایالاتو د هوایي ځواک برید جنرال لینس بنچ د سې شنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۲ مه/ له کابل څخه د ټیلي کانفرانس له لارې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، چې افغانستان پلان لري چې تر ۲۰۲۳ کال پورې خپل هوایي ځواک درې برابره زیات کړي او د ترهګرۍ پر ضد خپل ثابت شوی او مرګونی رول پیاوړی کړي.
هغه زیاته کړه، افغان هوایي ځواک «د جګړې په ډګر کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د مستقیم ملاتړ لپاره ډېر هوایي بریدونه ترسره کوي، چې سږ کال یې د وړم کال په نسبت ۵۰۰ ډېر بریدونه ترسره کړي دي».
هغه وویل، «مونږ په دې کتنه کوو چې تر ۲۰۲۳ پورې د افغان هوایي ځواک شمېر درې برابره ډېر کړو،»
د دې میاشتې په لومړیو کې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اسیا زړه کانفرانس کې د خبرو کولو پر وخت،ولسمشر اشرف غني هم وویل چې د هغه هېواد پلان لري چې خپل ځانګړي ځواکونه دوه برابره ډېر کړي.