په لغمان کې د په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې له وخت نه مخکې چاودنې د طالبانو مشر وواژه

سلام ټایمز

لغمان -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۲ مه/ راپور ورکړ،‌ چې لږ تر لږه دوه تنه اورپکي په لغمان ولایت کې هغه وخت ووژل شول، چې هغه په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله چې هغوی تیاروله، وچاودېدله.‌

د ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دغه پېښه د دوشنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۱ مه/ په بادپښ ولسوالۍ کې د طالبانو د خیالي ولسوال عبدالصمد په کور کې وشوه.

صمد او یو بم جوړونکی پاچاخان ووژل شول.‌

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوه نور اورپکي، چې د صمد زوی هم په کې دی، ټپیان شول.‌

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500