امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې د داعش ۳ جنګیالي ووژل

سلام ټایمز

ننګرهار -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۴ مه/ راپور ورکړ،‌ چې افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش لږ تر لږه ۳ تنه جنګیالي ووژل او ۷ تنه نور یې ټپیان کړل.‌

د ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دغه عملیات د خوګیاڼو ولسوالۍ سره نژدې ترسره شول. خبرپاڼه زیاتوي، چې عسکرو په سیمه کې ګڼ شمېر کلي د داعش له اورپکو څخه تصفیه کړي او عملیات لا روان دي.‌

په خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي ځواکونو ۶ په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې ضبط کړې دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500