جینیوا -- د سولې د نوبل جايزې ګټونکي نادولتي موسسې د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۴ مه) راپور ورکړو، په افغانستان کې جګړه په ۲۰۱۶ کال کې په ټوله نړۍ کې د ځمکې ماینونو له کبله د ريکارډي تلفاتو لپاره د څه حده پورې ذمه واره ده، چې دا د ۱۹۹۹ کال راهيسې تر ټولو ناوړه کال دی. په ۱۹۹۹ کې د ماينونو د تلفاتو ثبت کول پيل شوي ول.
د سویټزرلينډ په جینوا کې د ځمکني ماينونو د مخنيوي لپاره د نړیوال کمپاين لخوا د يو خپور شوي کلنيز راپور له مخې، په افغانستان، لیبیا، يوکرین او یمن کې د وسله والې نښتو له کبله په ۲۰۱۶ کال کې د ځمکني ماینونو له کبله ۸،۶۰۵ تلفات رامنځته شول، چې په دې کې تقريباََ ۲،۱۰۰ مرګونه شامل دي.
په افغانستان کې په ۲۰۱۶ کال کې د بل هر هیواد په پرتله ډیر تلفات رامنځته شوي ول چې دا په ځانګړې ډول د چاودیدونکو موادو -- د لاس جوړ شوي چاودیدونکو توکو یو بل نوم -- له امله ول، چې په دې کې په مجموعي توګه ۱،۱۸۰ کسان مړه شوي او ټپیان شوي ول.
د آی سي بي ايل له مخې، "په افغانستان کې د لاس جوړ شوي ماینونو کارول په عمده توګه د طالبانو، د حقاني شبکې، او د داعش سره منسوب دی."