کابل -- طلوع نیوز د پنجشنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۴ مه/ راپور ورکړ، چې افغان ولسمشر اشرف غني د هېواد د احصایې ادارې ته امر کړی چې په راتلونکو څو ورځو کې دننه دې د نویو کمپیوټري تذکرو ورکول پیل کړي.
د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو ریاست عمومي رییس همایون محتاط دغه حکم په فیسبوک په یوه پست کې اعلان کړ.
محتاط د غني د حکم په اساس لیکلي، «په راتلونکیو څو ورځو کې د کمپیوټري تذکرو وېش ته چمتو شئ،»
محتاط زیاته کړې، «زمونږ ریاست به د کمپیوټري تذکرو د صدور پروسه د ولسمشر د هدایاتو په اساس په راروانه اونۍ کې پیل کړي،»