بادغیس -- طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۸ مه/ راپور ورکړ، چې طالب اورپکو د یکشنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۷ مه/ په بادغیس ولایت کې د یوه کمین په ترڅ کې د اب کمري ولسوالۍ د پولیسو قوماندان او یو بل افسر ووژل.
په پیل کې طالبانو د یکشنبې په ورځ د پولیسو په یوه پوسته برید وکړ. بیا اورپکو هغو ملاتړو ځواکونو ته، چې د جنګ صحنې ته ورتلل، کمین ونیو.
د ولایت امنیه قوماندان عبدالرؤف تاج وویل، چې په کمین کې د ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالرسول او یو بل پولیس ووژل شول.
دوه نور پولیس افسران ټپیان شول.