امنیتي ځواکونو په سرپل کې ۵۰ تنه اورپکي ووژل

سلام ټایمز

سرپل -- د ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوشنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۸ مه/ په خپله فیسبوک پاڼه وویل چې په سرپل ولایت کې د افغان هوایي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه اورپکي ووژل.

د اعلامیې په اساس، د سانچارک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د خیالي ولسوال مرستیال قاري شېرمحمد او ګڼ شمېر نور قوماندانان په هغو کسان کې شامل ول چې د عملیاتو پر وخت ووژل شول. دا عملیات د ډسمبر په ۱۱مه پیل شوي ول.

په اعلامیه کې راغلي چې د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۶ تنه نور اورپکي ټپیان شوي. دغو بریدونو هاموي او ګڼ شمېر نورې عرادې ویجاړې کړې دي.

افغان امنیتي ځواکونو راپور ورکړی چې هغوی ته هېڅ تلفات نه دي وراوښتي.

اورپکو په دې هکله څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500