کندهار -- طلوع نیوز د یکشنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۷ مه/ راپور ورکړ، چې په کندهار ولایت کې یوه ځانمرګي بمي بریدګر یوه ښځه ووژله او ۵ تنه نور ملکي کسان یې ټپیان کړل.
د کندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وویل، چې یوه ځانمرګي موټربمي بریدګر ماسپښین په ۲ بجې په دامان ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو له یوه کاروان سره نژدې خپل چاودېدونکي مواد وچول.
هغه د ایتلافي ځواکونو له قوله وویل چې هغوی ته هېڅ تلفات نه دي ور رسېدلي.
سمدلاسه چا د پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی، خو د برید له نښو نه ښکارېدل چې طالبانو به کړی وي.