غني د بلخ د والي نور استعفا ومنله

ای اېف پي

کابل -- افغان ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۸ مه/ «د شمال د پاچا په نامه» د مشهور پیاوړي سیاستوال استعفا ومنله.‌

د غني دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، د بلخ ۵۴ کلن والي، د تاجکانو اکثریت لرونکي جمعیت اسلامي ګوند جیګپوړي مشر عطا محمد نور څه موده مخکې له خپل موقف څخه استعفا ورکړې وه.‌

په اعلامیه کې راغلي، «ولسمشر اشرف غني د بلخ د والي ښاغلي عطا محمد نور استعفا منلې ده،» او زیاتوي چې د هغه پرځای انجنیر محمد داود مقرر شوی دی.‌

نور، چې له ۲۰۰۴ کال راهیسې والي وو، په وروستیو کې د غني تر مشرۍ لاندې حکومت باندې انتقادونه کول. مخکې هغه داسې اشاره ورکړې وه چې ښایي هغه په ۲۰۱۹ کال کې د ولسمشرۍ ترلاسه کولو لپاره د سیالۍ میدان ته راوځي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500