امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې د داعش ۴ غړي ووژل

سلام ټایمز

ننګرهار -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۹مه/ راپور ورکړ، چې افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د داعش لږ تر لږه ۴ غړي وژلي دي.

په ننګرهار کې د ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د جګړې په ترڅ کې لږ تر لږه ۵ تنه اورپکي ټپیان شوي دي.‌

خبرپاڼه زیاتوي، چې عسکرو په دې ولسوالۍ کې څلور کلي له داعش اورپکو څخه پاک کړل.

دغه جګړه وروسته له هغه رامنځته شوه چېافغان امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۸مه/ په کابل کې د استخباراتو د ادارې په یوه روزنیز مرکز باندې د داعش له خوا ادعا شوې یوه لویه حمله شنډه کړه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500