افغانستان د متحده ایالاتو نوې ملي امنیتي ستراتیژۍ ته ښه راغلاست وویل

سلام ټایمز

د ولسمشرغني د رسنیو دفتر د سې شنبې په ورځ‌ /د ډسمبر ۱۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان حکومت د ټرمپ د ادارې نوې خپرې شوې د ملي امنیت ستراتیژۍ ته ښه راغلاست ویلی دی.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپله د ملي امنیت ستراتیژي د دوشنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۸ مه/ اعلان کړه.

د ملي امنیت ستراتیژي وایي،‌ «مونږ متحده ایالات به په سیمه کې سولې او امنیت ته د ودې ورکولو لپاره له افغانستان سره خپل مشارکت ته دوام ورکړو. مونږ به په افغانستان کې د اداري فساد ضد اصلاحاتو انکشاف جاري وساتو،»‌

د غني په اعلامیه کې راغلي، «مونږ دې ته ښه راغلاست وایو چې د دغې ستراتیژۍ هدف په سیمه کې په ځانګړې توګه له ډپلوماټیکو لارو د سولې او ثبات پیاوړتیا دی،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500