لشکرګاه -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۹ مه/ راپور ورکړ، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر، چې په هلمند ولایت کې یې د افغان امنیتي ځواکونو یو کاروان په نښه کړ، لږ تر لږه دوه کسان ووژل.
د ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې ځانمرګي بمي بریدګر د دوشنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۸مه/ خپل موټر ته، چې چاودونکي مواد په کې ځای پرځای شوي ول، د لشکرګاه ښار د پولیسو ۳ مې حوزې سره نژدې په یوه ګڼ مېشته سیمه کې چاودنه ورکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په پېښه کې یو ملکي شخص او یو امنیتي افسر ووژل شول.
طالبانو د پېښې مسؤلیت پرغاړه واخیست.