د طالبانو یو مهم مشر په هلمند کې په هوایي برید کې ووژل شو

سلام ټایمز

هلمند -- د ولایت د رسنیو دفتر د چارشنبې په ورځ /د ډسمبر ۲۰ مه/ په خپله فیسبوک پاڼه وویل، چې په هلمند ولایت کې په یوه هوایي برید کې د طالبانو یو مهم مشر ووژل شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو یو قوماندان، چې د قاري فدا محمد په نامه یاد شوی، له خپلو ګڼ شمېر جنګیالیو سره یوځای په مارجه ولسوالۍ کې د چارشنبې په ورځ ووژل شو.‌

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه قوماندان په هلمند ولایت کې د عسکرو په وړاندې جګړه کې ښکېل وو.‌

چارواکو په دې هکله نور جزیات نه دي ورکړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500