افغان عملیاتو په ننګرهار کې د خیالي قاضي په شمول د داعش ۵ جنګیالي ووژل

سلام ټایمز

ننګرهار -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د ډسمبر ۲۰ مه/ راپور ورکړ، چې افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د داعش لږ تر لږه ۵ غړي وژلي دي.‌

د حکومت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دغه عملیات د ۲۴ ساعتونو په دوران کې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ترسره شول.‌

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په وژل شویو کې یو تش په نامه قاضي هم شامل دی.‌

د خبرپاڼې په اساس، افغان امنیتي ځواکونه د سیلاب - ۴ او سیلاب - ۹ عملیات ترسره کوي چې دغه ترهګره ډله په ننګرهار کې له منځه وېسي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500