کابل -- د ناټو په مشرۍ قاطع حمایوي ماموریت د چارشنبې په ورځ /د ډسمبر۲۰ مه/ په خپله فیسبوک پاڼه وویل، چې د مهالوېش له مخې به افغان هوایي ځواک د بلیک هاک څرخکو دویمه جوپه د ۲۰۱۸ په جنورۍ کې ترلاسه کړي.
د څلورو UH-60A بلیک هاک څرخکو لومړۍ جوپه د اکتوبر په میاشت کې را ورسېده. افغان ولسمشر اشرف غني لومړۍ دوه څرخکې په رسمي توګه د کندهار هوایي ډګر کې قبولې کړې، او دغه ورځ یې د افغان هوایي ځواک لپاره «یوه ځانګړې ورځ» وبلله.
په خبرپاڼه کې راغلي، «د بلیک هاک وړاندې کول -- چې د راتلونکیو څو کلونو په ترڅ کې به خواوشا ۱۶۰ څرخکې را ورسېږي -- په پراخه توګه د افغان هوایي ځواک د عصري کولو یوه برخه ده،»
خبرپاڼه وایي، «یوازې سږکال، افغان هوایي ځواک د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د اردو او کمانډو د عملیاتو په ملاتړ له ۱۵۰۰۰ څخه ډېرې جنګي الوتنې ترسره کړي دي،»
د متحده ایالاتو د هوایي ځواک ډګرجنرال لینس بنچ د ډسمبر په ۱۲مه له کابل څخه د ټیلي کانفرانس له لارې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، افغانستان پلان لري چې تر ۲۰۲۳ کال پورې خپل هوایي ځواک درې برابره زیات کړي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې خپل ثابت شوی او مرګونی رول پیاوړی کړي.