په هلمند کې د ایتلافي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د طالبانو د نشه ییزو توکو ۳ نور لابراتوارونه ویجاړ شول

سلام ټایمز

هلمند -- خامه پرېس د جمعې په ورځ /د ډسمبر ۲۲ مه/ راپور ورکړ، چې د ایتلاف هوایي بریدونو په هلمند ولایت کې د هیرویینو لږ تر لږه درې نور لابراتوارونه، چې طالبانو چلول، ویجاړ کړل.‌

د ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل،‌ چې دا هوایي بریدونه د چارشنبې په ورځ /د ډسمبر ۲۰ مه/ ناوخته په کجکي ولسوالۍ کې ترسره شول.‌

امریکایي او افغان هوایي ځواکونو د نومبر په ۱۹مه په هلمند ولایت کې د اپینو د تولید د مرکزونو ویشتل پیل کړل.‌هغوی دا کارونه د طالبانو د تمویل د سرچینو پر ضد د ګډو عملیاتو د یوې برخې په توګه وکړل چې د نشه ییزو توکو ۱۰ لابراتوارونه یې ویجاړ کړل.‌

د ایتلاف هوایي بریدونو د نومبر په ۲۲مه په دغه ولایت کې د نشه ییزو توکو ۴ نورې فابریکې ویجاړې کړې.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500