د طالبانو ځانمرګي موټربمي بریدګر په هلمند کې ۲ افغان عسکر ووژل

سلام ټایمز

هلمند -- امریکا غږ د چارشنبې په ورځ /د ډسمبر ۲۷ مه/ راپور ورکړ چې یوه ځانمرګي موټربمي بریدګر په هلمند ولایت کې لږ تر لږه ۲ افغان عسکر ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل.‌

دغه بم په لشکرګاه کې هغه وخت وچاودېد چې عسکر د عملیاتو د ترسره کولو لپاره له خپل مرکز څخه ووتل.

د امریکا غږ په وینا، د برید مسؤلیت طالبانو پر غاړه واخیست.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500