کابل -- د طلوع نیوز د راپور په اساس، افغانستان او هند د چارشنبې په ورځ /د ډسمبر ۲۷ مه/ د کابل او ممبۍ تر منځ خپله دویمه د کارګو هوایي لاره په رسمي توګه پرانستله. چارواکو وویل، تمه کیږي چې د افغانستان له خوا به د مېوو او طبي بوټو صادرات زیات شي.
د کابل او نوي ډیلي تر منځ د هوایي کارګو یوې لارې په تېر جون کې عملیات پیل کړل.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي د دویمې لارې د پرانستلو له امله د دواړه حکومتونو ستاینه وکړه.