کونړ -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د ډسمبر ۲۸ مه/ راپور ورکړ، چې د پاکستان د طالبانو د تحریک (ټي ټي پي) یو جیګپوړی مشر په کونړ ولایت کې د خپلو چاودېدونکو موادو په وسیله ووژل شو.
د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو وویل، چې د پاکستان د طالبانو د تحریک دغه مشر، جان ولي، چې په احمد شینا هم مشهور وو، د چارشنبې په ورځ /د ډسمبر ۲۷ مه/ په شلتن ولسوالۍ کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.
د افغان ملي اردو چارواکو وویل، شینا او نورو اورپکو د سړک د غاړې بمونه ښخول چې یو یې وچاودېد.
پاکستاني چارواکو ځایي رسنیو ته ویلي، چې شینا د ترهګرۍ په ګڼو پېښو کې لاس درلود او د بېلابېلو قضیو په تړاو تر تعقیب لاندې وو.
د روانې میاشتې په لومړیو کې،یوې له وخت نه مخکې چاودنې په لغمان ولایت کې د طالبانو یو مشر وواژه..