په بلخ کې د سړک د غاړې بم ۶ ماشومان ووژل

سلام ټایمز

بلخ -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د ډسمبر ۲۸ مه/ د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې په بلخ ولایت کې د سړک د غاړې یوه بم لږ تر لږه ۶ ماشومان ووژل.

د ولسوالۍ اداري مدیر محمد کریم وویل،‌ چې دغه پېښه په دولت اباد ولسوالۍ کې وشوه.

کریم وویل، په چاودنه کې وژل شویو ماشومانو ۸، ۹ او ۱۰ کاله عمرونه لرل.‌

هېڅ ګروپ د پېښې مسؤلیت نه دی اخیستی، خو د برید له نښو څخه ښکاري چې د طالبانو کار وو.‌

تېره اونۍ، په کندوز کې د سړک د غاړې یوه ماین، چې طالبانو ایښی وو، د هغوی یو خپل مشر وواژه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500