په ننګرهار کې ګډو هوایي بریدونو د داعش ۶۰ جنګیالي ووژل

سلام ټایمز

ننګرهار -- د والي دفتر د سې شنبې په ورځ /د جنورۍ ۲ مه/ په فیسبوک وویل، په ننګرهار ولایت کې افغان او ایتلافي هوایي بریدونو د داعش د ترهګر ګروپ لږ تر لږه ۶۰ غړي ووژل.‌

په اعلامیه کې راغلي، دغه هوایي بریدونه د دوشنبې په ورځ /د جنورۍ ۱/ په هسکه مېنه ولسوالۍ کې ترسره شول.

اعلامیه وایي، افغان ځواکونو د ترهګرو ګڼ شمېر وسلې او مهمات ویجاړ کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500