اروزګان -- د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ /د جنورۍ ۲ مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې افغان ځواکونو په یوه هوایي برید کې د اروزګان ولایت لپاره د طالبانو خیالي مرستیال والي وژلی دی.
په اعلامیه کې راغلي، مولوي ولي جان، چې په حمزه هم مشهور وو، او د هغه ۱۱ تنه ملګري په هوایي برید کې د ولایت په مرکز ترینکوټ کې ووژل شول.
اعلامیه زیاتوي، «مولوي ولي جان په ترینکوټ او د اروزګان ولایت په بېلابېلو برخو کې د ترهګریزو او ویجاړونکیو فعالیتونو، وسله والو بریدونو او چاودنو اصلي پلانوونکی او ترتیبوونکی وو،»
طالبانو سمدلاسه په دې هکله تبصره نه ده کړې.