اسداباد -- پژواک خبري اژانس د جمعې په ورځ /د جنورۍ ۵ مه/ راپور ورکړ، چې د کونړ ولایت د والي مرستیال قاضي محمد نبي احمدي په پاکستان کې له درې میاشتې یرغمل کېدا څخه وروسته ژغورل شوی دی.
احمدي د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پېښور ته د طبي درملنې لپاره تللی وو چې د اکتوبر په ۲۸ مه وتښتول شو.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د جمعې په ورځ تایید کړه، چې احمدي د پنجشنبې په ورځ /د جنورۍ ۴ مه/ خوشې کړای شو. هغه د احمدي د نیوونکیو د هویت یا تړاو په هکله نور جزیات ورنه کړل.