یوناما په کابل کې د تېرۍ اونۍ د برید ابتدایي موندنې خپرې کړې

سلام ټایمز

کابل -- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د یکشنبې په ورځ /د جنورۍ ۷ مه/ په کابل کې د جنورۍ د ۴ مې د ځانمرګي بمي برید په هکله خپلې ابتدایي موندنې خپرې کړې.‌په یاد برید کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي ول.

د یوناما په وینا، دغه برید، چې داعش یې پړه پرغاړه واخیسته، ماښام مهال د امنیتي افسرانو او دوکاندارانو تر منځ د نښتې په ترڅ‌ کې، چې د کابل په ختیځه برخه کې څو ساعته روانه وه، پېښ شو.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې بمي بریدګر هغه وخت ځان ته چاودنه ورکړه چې د اله ګولې ضد پولیس صحنې ته ورسېدل. له ۱۳ وژل شویو کسانو څخه ۱۲ پولیس افسران ول.

یوناما وویل، «په برید کې وژل شوي افسران په وسله واله نښته کې ښکېل نه ول،» او زیاته کړې یې ده چې، «د ملکي خلکو د استوګنې په سیمو کې په بې توپیره ډول د چاودېدونکیو وسیلو استعمال، په داسې حالتونو کې چې تقریباً دا یقیني وي چې ملکي خلکو ته به سخت زیانونه ور واوړي، ښایي جنګي جرمونه وګڼل شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500