افغان هوایي بریدونو په کونړ کې د داعش ۳ غړي ووژل

سلام ټایمز

کونړ -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ‌ /د جنورۍ ۹ مه/ راپور ورکړ، چې افغان هوایي بریدونو په کونړ ولایت کې د داعش لږ تر لږه ۳ غړي وژلي دي.‌

د افغان ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو چارواکو وویل، چې دغه هوایي بریدونه د دوشنبې په ورځ /د جنورۍ ۸ مه/ په څوکۍ ولسوالۍ کې وشول.‌

چارواکو وویل، بریدونو همدارنګه ماشین ګنونه او یو راکټ لانچر ویجاړ کړل.

دا وروستۍ پېښه هغه وخت رامنځته شوه چېافغان ځواکونو د یکشنبې په ورځ /د جنورۍ ۷ مه/ وروسته له هغه د داعش لږ تر لږه ۱۲ جنګیالي ووژل چې ترهګرو په دې ولسوالۍ کې د یوه داعش ضد ولسي پاڅون پر غړو او افغان محلي پولیسو برید وکړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500