په فراه کې هوایي بریدونو د ۷ پاکستانیانو په شمول ۲۱ اورپکي ووژل

سلام ټایمز

فراه -- د افغانستان د دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ /د جنورۍ ۱۰ مه/ په خپله فیسبوک پاڼه وویل، چې افغان هوایي بریدونو په فراه ولایت کې د څو بهرنیو اتباعو په شمول لږ تر لږه ۲۱ تنه اورپکي ووژل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هوایي بریدونه په خاک سفېد ولسوالۍ کې ترسره شول.

په وژل شویو کې ۷ پاکستاني اتباع هم شامل دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې لږ تر لږه درې عرادې او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې هم ویجاړې کړای شوې.

د ډسمبر په ۱۱ مه په فراه کې د افغان هوایي ځواک یوه برید د طالبانو د ځانګړیو ځواکونو «سره یونټ» یو قوماندان داود مزمل او په یاد ولایت کې د دغه ګروپ د نظامي کمېسیون مشر په مرګوني ډول ټپیان کړل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500