امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې ۲۳ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

ننګرهار -- طلوع نیوز د پنجشنبې په ورځ /د جنورۍ ۱۱مه/ راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې په ترسره کړیو عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۳ تنه طالب اورپکي ووژل.

د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دغه عملیات د خوګیاڼو ولسوالۍ په سورډاګ سیمه کې ترسره شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په وژل شویو کې د قاري هدایت، قاري خالد او اسماعیل په نومونو د طالبانو قوماندانان شامل دي،‌ او زیاته کړې یې ده چې ۱۴ تنه نور اورپکي ټپیان شول.

خبرپاڼه وایي، چې امنیتي منسوبینو دوه موټرسایکلونه او ځمکني ماینونه ویجاړ کړل او وسلې یې ضبط کړې.

طالبانو دغه پېښه تایید کړه.

د افغان ځواکونو د تلفاتو په هکله جزیات نه دي ورکړل شوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500