هرات -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د جنورۍ ۱۱ مه/ راپور ورکړ، چې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست فعالانو هغه اصلي مشکوک کس ونیو چې تېره اونۍ په هرات کې ترسره شوې خونړۍ چاودنه کې یې لاس درلود.
د جنورۍ په ۶ مه په جبراییل ولسوالۍ کې شوې چاودنې لږ تر لږه ۴ کسان ووژل او ۱۱ نور یې ټپیان کړل.
محلي چارواکو د چارشنبې په ورځ /د جنورۍ ۱۰مه/ وویل، چې دغه مشکوک کس په هرات ښار کې د ملي امنیت د ریاست له خوا په ترسره شویو عملیاتو کې ونیول شو.