ننګرهار -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د جنورۍ ۱۶ مه/ راپور ورکړ، چې هوایي بریدونو په ننګرهار ولایت کې د داعش لږ تر لږه ۲۳ تنه اورپکي ووژل.
د افغان ملي اردو ۲۰۱ شاهین قول اردو د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د دوشنبې په ورځ /د جنورۍ ۱۵مه/ په یوه پېښه کې د ایتلاف یوه هوایي برید د شېرزاد ولسوالۍ په مرکي سیمه کې د اورپکو یو پټنخای وویشت او د داعش ۲ غړي یې ووژل.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې نه جلا د ایتلاف یوه بل هوایي برید د اچین ولسوالۍ په مامند دره سیمه کې د داعش لږ تر لږه ۲۱ تنه جنګیالي ووژل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ملکي خلکو او امنیتي منسوبینو ته هېڅ تلفات نه دي ور اوښتي.