افغان هوایي ځواک په بدخشان کې ۱۵ تاجک اورپکي ووژل

سلام ټایمز

بدخشان -- د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو له خوا د سې شنبې په ورځ /د جنورۍ ۱۶ مه/ په خپل فیسبوک د یوې خپرې شوې خبرپاڼې په اساس،‌ افغان هوایي بریدونو د هېواد په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې لږ تر لږه ۱۵ تاجک اورپکي ووژل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هوایي بریدونه د جورم ولسوالۍ په خستک سیمه کې ترسره شول.

د راپورونو په اساس، ۱۱ تنه نور اورپکي ټپیان شول.

په دې هکله نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500