افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو د وسلو زېرمه کشف کړه

سلام ټایمز

هلمند -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د جنورۍ ۱۷ مه/ راپور ورکړ، چې افغان ځانګړیو ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو یوه غټه د وسلو زېرمه کشف کړه.

د والي د دفتر له خوا د یوې خپرې شوې خبرپاڼې په اساس، عسکرو دغه زېرمه د دوشنبې په ورځ /د جنورۍ ۱۵ مه/ په سنګین ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې وموندله.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې زېرمه کې د نورو وسلو تر څنګ له ۲۰۰ نه ډېر آر پي جي راکټونه، ۱۵۰ په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې، او ۳۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد موجود ول.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغو عملیاتو په ترڅ‌ کې ۳ تنه اورپکي ووژل شول او ۳ نور ونیول شول.

د روانې میاشتې په لومړیو کې، افغان امنیتي ځواکونو په میدان وردک ولایت کې هم د طالبانو د وسلو یوه بله زېرمه کشف کړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500