کابل -- د افغان چارواکو په وینا، افغان امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ /د جنورۍ ۱۵مه/ په کابل کې د یوه راکټي برید په تړاو درې مشکوک کسان ونیول.
د هند د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، یو راکټ په کابل کې د هند په سفارت کې ولګېد، چې یوه وداني یې لږه زیانمنه کړه. په دې کې هیڅ تلفات نه وو رامنځته شوي.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له خوا د سې شنبې په ورځ /د جنورۍ ۱۶مه/ د یوې خپرې شوې خبرپاڼې په اساس، د کورنیو چارو وزیر ویس برمک وویل، «د پولیسو له خوا د ځانګړیو ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې، دوه کسان، چې تېره شپه یې په کابل باندې راکټونه ورولي ول، وپېژندل شول او ونیول شول،»