طالبانو د افغانستان د سولې د مذاکراتو په هکله د خبرو کولو لپاره هیئت ولېږه

سلام ټایمز

اسلام اباد -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د جنورۍ ۱۸ مه/ د طالب سرچینو له قوله راپور ورکړ، چې د طالبانو لوی مشر اسلام اباد ته یو هیئت لېږلی چې د سولې د خبرو د بیا پیلولو لپاره غیر رسمي خبرې وکړي.

سرچینو وویل، چې په قطر کې مېشت هیئت، چې د ملا هبت الله اخونزاده له خوا تایید شوی، د دوشنبې په ورځ /د جنورۍ ۱۵ مه/ د پاکستان په پلازمېنه کې خبرې ترسره کړې.

د متحده ایالاتو ولسمشرډونالډ‌ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله نوې ستراتیژيد تېر اګست په ۲۱ مه اعلان کړه چې هڅه وکړي او طالب اورپکي د مذاکراتو مېز ته راولي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500