http://afghanistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_st/newsbriefs/2018/01/18/newsbrief-02

په ننګرهار کې ځانمرګی بمي بریدګر هدف ته له رسېدلو څخه مخکې ووژل شو

سلام ټایمز

ننګرهار -- خامه پرېس راپور ورکړ، چې یو ځانمرګی بمي بریدګر د چارشنبې په ورځ /د جنورۍ ۱۷مه/ په جلال اباد کې خپل هدف ته له رسېدلو څخه مخکې ووژل شو.

ولایتي ادارې په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د بمي بریدګر چاودېدونکي مواد د ننګرهار ولایت په مرکز کې هغه وخت وچاودېدل چې امنیتي ځواکونو هغه تعقیب کړ.

خبرپاڼه زیاتوي چې یو بل کس هم ووژل شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟
1
نه
0 تبصره
د تبصرو تګلاره
Captcha